فاریاب کې د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړېږي

کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر
د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د تاتار خان نمبر ۲ ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي محمد طاهر جواد د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې د تاتارخان نمبر ۲ ښوونځي د بنسټ ډبره د همکار موسسې په مالي ملاتړ د ۱۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت کېښودل شوه.
جواد زیاته کړې چې دغه ښوونځی پر ۲زره مترمربع ځمکه کې په اساسي ډول په ۶ میاشتو کې جوړېږي, چې یوه اداري او ٦ درسي خونې, یو مجهز لابراتوار, یو مجهز کمپیوټر لب، د اوبو څاه او احاطوي دېوال په کې شامل دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته