خبرونهټولنه

فاریاب کې د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر
د فاریاب ځايي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ یاد جومات د اندخوی ولسوالۍ په ابدییه کلي کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت په دوو پوړونو کې جوړېږي چې نن یې د سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په ورته وخت کې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاالله عمري وویل، چې د یاد جومات په جوړېدو سره د یو تعلیمي، فرهنګي او ټولنیز مرکز په توګه به هم فعالیت وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته