خبرونهښوونه او روزنه

فاریاب کې د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

کابل، د غبرګولي ۲۱مه، باختر
د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د ۲۲ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغې ودانۍ د پرانیستلو پرمهال د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي سید حفیظ الله معتصم وویل، چې دغه ښوونځي ته یاده ودانۍ د المار ولسوالۍ په کبوتر خان سیمه کې په دوو پوړونو کې له ټولو محلقاتو سره په پاخه او اساسي بڼه د ناروې هېواد په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.
ورته مهال د سیمې خلک د دغه ودانۍ په جوړېدو خوښ دي او راتلوونکي کې هم دې ته د ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه کوي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د دغه ښوونځي زده کوونکو د ودانۍ د نشتوالي له امله په خېمو کې زده کړې کولې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته