خبرونهاقتصاد

فاریاب کې د نږدې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو مارکېټ پرانیستل شو

کابل، د غبرګولي ۱۴ مه، باختر

د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې  تېره ورځ د ۲۹.۶ میلیونه افغانیو په لګښت یو مارکېټ جوړ او د یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې د کارو بار په موخه پرانیستل شو.

د میمنې ښاروال داملا ګل احمد مبشر د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې دغه مارکېټ د یادې ښاروالۍ له بودیجې څخه په ۳ پوړونو کې جوړ شوی او ۴۸ دوکانونه لري.

د یادونې وړ ده چې د یاد مارکېټ د رغولو پر مهال ځايي خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته