خبرونهټولنه

فاریاب کې د سېلابونو د راوتو له امله ۴۷  تنه مړه شوي 

کابل، غوایی ۳۰ مه، باختر

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې تېره شپه د سېلابونو د راوتو له کبله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونو اوښتي دي.

سرچینې باختر آژانس ته ویلي، چې د یاد ولایت په بلچراغ، چهلګزي او قرغان ولسوالیو کې د تېرې شپې سېلابونو د راوتو له کبله ۴۷ تنه مړه، شاوخوا ۳۰۰ کورونه، سلګونه دوکانونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

سرچینې په یاد ولایت کې د ټپیانو شمېر نه دی په ډاګه کړی. 

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو څو ورځو کې سېلابونو په بغلان، هرات، غور او یو شمېر نورو ولایتونو کې سلګونو کسانو ته پر مرګ ژوبلې سربېره، زرګونه کورونه، زرګونه جریبه ځمکه او زرګونه حیوانات تلف کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته