خبرونهټولنه

فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه شوي

کابل، د غوایی ۲۷ مه، باختر

د فاریاب په چهل ګزي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله ۳ تنه مړه شوي دي.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې یو مازدا موټر د یادې ولسوالۍ د بابوکرزیي په بزقول ساحه کې له واټ څخه ووت او چپه شو چې په پایله کې یې درې ښځې مړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته