کابل، د وږي ٢٦ مه، باختر
د فاریاب ځايي مسوولینو په دغه ولایت کې د بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو لپاره د سرپناه جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې باختر اژانس ته ویلي چې د کډوالو او بېرته راستندونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد په فارياب کې د بې ځايه شويو او راستنېدونکو لپاره د ۱۲۴ کورونو د جوړولو چارو پرانیسته وکړه.
د مسوولینو په وینا، دغه کورونه د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په مالي ملاتړ د ۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت رغول کېږي.
د یادونې وړ ده چې هره سرپناه به د اوسېدو دوې خونې، دهلېز او پخلنځی ولري، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
5 د یوې دقیقې څخه لږ