فاریاب؛ په دوه جلا ترافیکي پېښو کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل لېندۍ ۳مه، باختر
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، چې پرون جمعه جوزجان ته پر لویه لاره او دغه راز پشتون کوټ ولسوالۍ کې د دوه جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوی شمس‌الدین محمدي باختر آژانس ته ویلي، چې په دغه ترافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا د پېښې ټپيان د درملنې په موخه ولایتي او د سیمې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د پېښو لامل د موټر چلونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته