فارن پاليسي: ناټو نه شي کولاى په افغانستان کې د کوکنارو کروندې له منځه يوسي

واشنګټن- فارن پاليسي – باختر دلړم دمياشتې ٢٤
د امريکا د فارن پاليسي خپرونه ليکي چې د ناټو ځواکونه نه شي کولاى په افغانستان کې د کوکنارو کروندې له منځه يوسي.
دغه ټکي له هغه وروسته خپور شو چې د ملګرو ملتو سازمان وويل چې سږ کال هم په افغانستان کې د کوکنارو کرکيله او د اپيينو غيرقانوني توليد په بې ساري ډول زيات شوى دى .
د ملګرو ملتو سازمان رپوټ وايي: په روان ميلادي کال کې په ٢٢٤ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوې دي چې د تېرکال په پرتله په سلو کې اووه زياتوالى ښيي.
فارن پاليسي ليکي: دکوکنارو او د نشه يي توکو د کرکيلې مخنيوى په افغانستان کې د ياغيانو په وړاندې د مبارزې لپاره د ناټو د ستراتيژي اصلي عنصر دى.
د ملګرو ملتو سازمان وايي: د افغانستان د اپينو توليد به سږ کال شپږ زره څلور سوه ټنه وي چې د تېرکال په پرتله به په سلوکې ديارلس زيات وي.