خبرونهنړۍ

فارس ولایت کې د وسلوالو ډلو ډزو کې دوه ایراني پولیس وژل شوي

 نړۍ, د سلواغې ۱۰ مه, بهرنۍ رسنۍ

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران په فارس ولایت کې نن سه شنبې سهار د ناپېژاندو وسلوالو په برید کې دوه ایراني پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیا شوي دي.

فارس کې یو امنیتي مسول رسنیو ته ویلي، چې برید نن سهار یوه بجه وروسته ترهغې شوی، چې پولیسو یو شکمن موټر ته د درېدو امر وکړ او وروسته په موټر کې سپاره کسان پلي او پر پولیسو یې ډزې پیل کړې، چې په پایله کې یې دوه پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

پولیسو ویلي، چې د وسلوالو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته