غوڅ سیاسي دریځ؛ اسلامي امارت د دوحې ناسته کې د ګډون په برخه کې محتاط دی

کابل, د چنګاښ لومړۍ نېټه, باختر
تبصره
دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو راتلونکې ناسته کې افغانستان کې د حاکم مشروع او افغانانو ته د ټول منلي نظام(اسلامي امارت) استازو ته هم بلنه ورکړل شوې او کابل هم دغه بلنه په دې شرط منلې، چې ناسته کې به د افغانانو، افغانستان او دلته د حاکم مشروع نظام ګټې خوندي کېږي.
د اسلامي امارت مسولینو ویلي، چې دوی د ملګرو ملتونو له لوري وړاندې شوې اجنډا ته په کتو دغې ناسته کې یې د ګډون پرېکړه کړې او که چېرې اسلامي امارت پوه شي، چې ناسته د افغانستان د خلکو او نظام په ګټه نه ده، نو ګډون به په کې لغوه کړي.
د افغانستان په اړه ناستو کې باید ملګري ملتونه دغه څو نکتې په پام کې ونیسي.
لومړی دا چې اسلامي امارت د افغانانو له منځه را پورته شوی نظام دی او افغانان یې د خپلې خاورې د حاکم په توګه مني، نو ملګرو ملتونو ته په کار ده، چې د افغانانو ارزښتونو ته په درناوي اسلامي امارت ته د یو مشروع نظام په سترګه وګوري او ناستو کې بلنې هم په همدې اساس ورکړي.
دویم دا چې له اسلامي امارت پرته بل هېڅوک او هېڅ ادرس ته د افغانانو د استازي په توګه ارزښت ورنه کړي، ځکه هغه کسان، چې د افغانانو د بېلابېلو ارزښتونو خلاف عمل کوي، د افغان ولس استازي نه شي کېدلی.
درېیم دا چې ملګري ملتونه باید د نفاق اچوونکو او د نړۍ او اسلامي امارت تر منځ د اړیکو د خرابوونکو مخه ونیسي، لکه ریچارد بېنټ او نور چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو خبرو ته غوږ ږدي او هڅه کوي د افغانستان او نړۍ اړیکې خرابې او یا هم له منځه یوسي.
تاریخ کې داسې پاڼې نشته، چې وښیي اصیل افغانان فشار ته تسلیم شوي، لکه څنګه یې چې پوځي فشار ته ځواب ورکړ او اقتصادي فشار سره دا دی مبارزه کوي، دغه ډول سیاسي ډګر هم درواخلئ، چې انشاءالله د اسلامي امارت استازي به ښه په بریالیتوب په کې ولوبېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته