غوڅه بریا، د ولسمشر په توګه د پوتین بیا ټاکل کېدو ګڼ غبرګونونه راپارولي

نړۍ، د کب ۲۹مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په ټاکنو کې تر مطلقې بریا وروسته خبري کنفرانس ته ویلي، چې دغه بریا به یې روسیه نوره هم پیاوړې کړي.

د روسیې او پوتین اکثریتو ملګرو هېوادونو ټاکنو د نوموړي د بریا له امله مبارکي ورکړې، خو امریکا، اوکراین او ځینو نورو هېوادونو دغه ټاکنې له فساد څخه ډکې بللې دي.

د کرېملېن ویاند دیمتري پسکوف بیا له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکا دغه ډول څرګندونې او دریځ به د پویتن پر بریا هېڅ اغېزه ونکړي او سپینه ماڼۍ اړه ده، چې د پوتین بریا ومني.

پسکوف دغه راز زیاته کړې، پوتین به د درې ورځو لپاره په کرېملېن ماڼۍ کې د خپلو بهرنیو ملګرو او هېوادونو د بریا د مبارکۍ پیغامونو د ترلاسه کولو لپاره بوخت وي او تر هغې وروسته به د روسیې د پرمخ بېولو لپاره پر نویو پلانونو کار وکړي او خپلې تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته