خبرونهنړۍ

غوسه تهران؛ اسرایل د ایران له سخت ګواښ سره مخ دی

نړۍ، د مرغومې ۵ مه، بهرنۍ رسنۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په خپله اېکس پاڼه یو خپاره کړي پیغام کې اسرایلو ته ګواښ کړی، چې سوریه کې د سپاه پاسداران د یو مخکښ غړي او د دغې ډلې د پخواني مشر قاسم سلیماني د نږدې ملګري سید رضا مسوي د وژنې په غچ کې سخت ځواب ته په تمه او لحظې وشمېري.

دغه راز د ایران د دفاع وزارت ویاند نن سه شنبې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې له اسرایلو به د سید رضا د وژل کېدو په بدل کې ځانګړی غچ واخلي.

سید رضا مسوي پرون دوشنبې د ایران پر وخت مازیګر ۴ بجې د سوریې د دمشق ښار په زینبیه سیمه کې په خپل هستوګنځي کې د اسرایلو د توغندیزو بریدونو په پایله کې ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته