خبرونهامنیت

غور کې ۴ تنه د خپل سرو کیندنو په تور نیول شوي

کابل، د لېندۍ ۲۹ مه، باختر

د غور امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې ۴ تنه په غیر قانوني توګه د تاریخي او لرغونو ساحو د کیندنې په تور نیول شوي دي.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت د شهرک ولسوالۍ پولیسو ۴ تنه چې په غیر قانوني توګه د تاریخي او لرغونو ساحو په کیندلو بوخت وو نیولي دي.

د نوموړي په وینا دغه کسان د یاد ولایت د شهرک ولسوالۍ په کاریزخوشک سیمه کې نیول شوي چې دوسیې به یې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونوته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته