خبرونهاقتصادټولنه

غور کې په لومړي ځل د اوبو د تصفې یوې کارخونې فعالیت پیل کړ

کابل د زمري ۳۱مه، باختر

د غور ځایي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو د تصفې یوې کارخونې په فعالیت پیل کړی دی.

د یادې کارخونې مسوول کرام الدین محمدي د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې یاده کارخونه د ۱۰ زره امریکایي ډالرو په شخصی لګښت جوړه شوې، چې هر ورځ ۲۰ زره لېټره اوبه تصفیه کوي.

محمدي زیاته کړې چې یاده کارخونه کې ۲۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. 

ورته مهال د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي محمد صادق رصاص وایي، چې سوداګرو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره هڅې روانې دي.

دغه راز د یاد ولایت اوسېدونکي د یادې کارخونې په جوړېدو خوښ دي او له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته