غور کې د ۴۶ کیلومتره سړک د رغولو چارې بشپړې شوې

کابل، د لړم ۲۷ مه، باختر

د غور د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۶ کیلومتره سړک د جوړېدو خبرورکړی دی.

د غور د ټولګټو چارو رییس مولوي عبدالکریم ابوشعیب د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې دغه سړک د ۹ متره سور او د ۴۶ کیلو مترو په اوږدوالي د یاد ولایت د سیمه ییزې ادارې په مالي ملاتړ جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه سړک په جوړېدو سره د خلکو په تګ او را تګ کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په بریا سره په دغه ولایت کې ورته زیاتې نورې پروژې پلې شوې دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته