خبرونهټولنهTOP

غور کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د زمري ۲۲ مه، باختر

د غور امنیتي مسوولینو د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.

د غور د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو له ادارې څخه په استول شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه ښار په کندیوال سیمه کې د یوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي.

ټپیان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. 

د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته