غور کې د څه باندې ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت یو جمنازیوم بیا و رغول شو
کابل، د لېندۍ ۲۲مه، باختر
د غور د سپورټ مدیریت مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز فېروز کوه ښار کې د څه باندې ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه جمنازیوم د بیارغولو چارې بشپړې شوې دي.
د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورت مدیر مولوي حیاتالله توحیدي باختر آژانس ته ویلي:”د دې جمنازیوم په بیارغونه ټولټال ۹۲۷ زره ۹۶۰ افغانۍ لګښت راغلی چې ۸۳۰ زره افغانۍ د سره صلیب نړیوالې کمېټې لخوا ورکړل شوي او پاتې لګښت د یادې ادارې له بودیجې څخه ورکړل شوی دی”.
هغه زیاته کړې، چې د جمنازیوم د ترمیم چارې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې او نن یې بشپړېدو وروسته د غور د ورزشکارانو لپاره پرانیستل شو.
د غور ورزشکارانو د دې جمنازیوم د بیا رغونې په اړه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا کار به د دې ولایت د ورزشي فعالیتونو په پرمختګ کې مثبت اغېز وکړي.