خبرونهاقتصادټولنه

غور کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوe3

کابل، د تلې ۱۴مه، باختر 

د اوبو او برېښنا وزارت په غور ولایت کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند د جوړېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د تنګي دهن منارې دغه پروژه د ولسوالۍ مسوولینو، د دغه سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د خبرپانې د مالوماتو له مخې دغه پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیایي بودجې څخه، د غور سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د ۳ میلیونه ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه کورني شرکت له لوري بشپړه شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو دغه کوچنی بند د سېلابونو د مخنیوي او د هغه د خطرونو د کموالي، د موسمي اوبو د راټولولو او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیه کولو په موخه جوړ شوی، چې د ۱۲ زره ۵۰۰  مترمکعبه اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري او څه باندې ۴۵۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته