کابل، د لېندۍ ۲۲ مه، باختر
غور کې د ښاروالۍ ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د ۲ میلیونه ۵ سوه زرو افغانیو په لګښت د یو ورزشي جمنازیوم د پرانیستلو خبر ورکړی دی.
د مسوولینو په خبره دغه جمنازیوم د غور مرکز فیروزکوه ښار په دویمه ناحیه کې د لس کلن قرارداد له مخې د یو سوداګر له لوري جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په ورته وخت کې د غور د بدني روزنې او سپورټ آمر مولوي حیات الله توحیدي د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د دغه شان ځایونو جوړول کولای شي د ورزش په تېره بیا د فوټبال ورزش په وده کې مرسته وکړي.