خبرونهاقتصادټولنهTOP

غور کې د نږدې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سلطان صلاح الدین ایوبي سړک د کانکرېټ چارې پیل شوې

کابل، د زمري ۲۰ مه، باختر

د غور ښاروالۍ مسوولینو د دغه ولایت په فېروزکوه ښار کې د نږدې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سلطان صلاح الدین ایوبي سړک د کانکرېټ کولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

د غور ښاروال مولوي امین الله شریفي د باختر اژانس خبریال ته وویل، چې د فېروزکوه ښار په لومړۍ ناحیه کې د ښاروالۍ له لوري د ۵ میلیونه ۷۱۸ زره ۷۵۰ افغانیو په لګښت د ۴۵۰ متره په اوږدوالي او ۱۰ متره په سور سره د سلطان صلاح الدین ایوبي سړک د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې دي. 

نوموړي زیاته کړه چې په دغه پروژه کې ۶ پلګوټي، ۴۰۰ متره ویاله، او د ۴۴۵ متره په اوږدوالي  استنادي دېوال هم جوړېږي. 

 باید وویل شي، چې په یادو پروژو کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د ۴ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته