کابل، د زمري ۳۱ مه، باختر
د غور د سیندیزې حوزې ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو کوچنیو بندونو د رغولو چارې بشپړې شوې دي.
د یاد ولایت د سیندیزې حوزې رییس ملا رحمت الله اماني د باختراژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت په الفاروق او ساغر ولسوالیو کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه ۹۴۹ زره افغانیو په لګښت د اوبو دوه کوچني بندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د یادې پروژې په پلي کېدو خوښي ښودلې او په راتلونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
7 د یوې دقیقې څخه لږ