غور کې د خلکو په شخصي لګښت یو جامع جومات جوړ شو

کابل، د لړم ۱۳ مه، باختر

د غور ولایت په دولینې ولسوالۍ کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جامع جومات د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.

د غور ولایت د دولینې ولسوالۍ په تربولاق کلي کې د حضرت ابوبکر صدیق (رض) جامع جومات د یوه ملي سوداګر په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

هېره دې نه وي، چې یاد جومات پر دوه جریبه ځمکه جوړ شوی او په یوه وخت کې د  ۱۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځایدو ظرفیب لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته