خبرونهنړۍ

غزه کې ۹۶۰۰ ماشومان شهیدان شوي

غزه کې د روغتیا ادارې د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونستي رژیم په هوایي بمباریو کې ۷۳ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

دې سره غزه کې د روانې جګړې له امله د ټولو فلسطیني شهیدانو شمېر ۲۲ زره ۸۳۵ او د ټپیانو شمېر په کې ۵۸ زره تنو ته رسېدلی دی.

په شهیدانو کې ۹ زره ۶ سوه یې ماشومان، نږدې همدومره ښځې او د پاخه عمر لرونکي سړیان شامل دي.

جګړه کې دغه راز زرګونه ماشومان ټپیان شوي، سلګونه زره نور له خپلو مېنو بېځایه، له زده کړو بې برخې شوي او ماشومانه ژوند ترې اخیستل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته