خبرونهنړۍ

غزه کې ۳۵ زره شهیدان؛ د اسرایلو له لوري د فلسطینیانو ټولوژنه لاهم روانه ده

نړۍ، د غوايي ۲۴ مه، بهرنۍ رسنۍ

غزه کې د اسرایلو په هوایي، ځمکنیو او سمندري بریدونو کې د شویو شهیدانو شمېر ۳۵ زره ۳۴ او د ټپیانو شمېر ۷۸ زره ۷۵۵ تنو ته رسېدلی دی.

ورته وخت کې ملګري ملتونه وایي، چې رفح ښار کې د اسرایلو د عملیاتو تر پیل وروسته ۳۰۰ زره فلسطینیانو دغه ښار پرېښی او د غزې نورو سیمو ته کډه شوي، چې اوس مهال په سخت حالت کې ژوند کوي.

ورته وخت کې مصر وایي د عدالت په نړیواله محکمه کې د سویلي افریقا له لوري په ثبت شوې قضیه کې، چې له مخې یې اسرایل په غزه کې پر نسل وژنه پړ ثابتوي، ګډون کوي.

تر مصر وړاندې ترکیې هم ویلي، چې پلان لري، دغې برخه کې د سویلي افریقا ملاتړ وکړي.

تر مصر او ترکیي وړاندې کلمبیا، لیبیا او نیکارګوا هغه هېوادونه دي، چې لا له وړاندې یې په یاده قضیه کې له سویلي افریقا سره یو ځای شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې اسرایل لا هم په غزه، ځانګړې توګه رفح ښار کې د فلسطینیانو ټولوژنې ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته