خبرونهنړۍ

غزه کې ۲۱ زره ماشومان ورک دي

نړۍ، د چنګاښ ۴ مه، بهرنۍ رسنۍ

د ماشومانو د خوندیتوب کمیټې خبر ورکړی، چې غزه کې د روانې جګړې پر مهال ۲۱ زره ماشومان نادرکه دي، چې ښایي د اسرایلو د هوایي، ځمکنیو او سنمدري بریدونو له امله د ویجاړو شویو ودانیو د خاورو او لوټو لاندې شوي وي.

کمیټې د دغو ماشومانو د مړي او ژوندي او په ټوله کې د درک معلومولو غوښتنه کړې ده.

د ماشومانو د حقونو او نورو فعالانو غزه کې روانه جګړه د فلسطیني ماشومانو پر وړاندې د اسرایلو جګړه بللې ده.

د غزې د روانې جګړې په ټولو نږدې ۳۷ زره ۶۰۰ وژل شویو فلسطینیانو کې نیمایي  یې ماشومان دي.

دغه راز سلګونه زره نور فلسطیني ماشومان د دغې جګړې له امله بې کوره شوي، له زده کړو بې برخې شوي او یا هم بې سرپرسته شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته