خبرونهنړۍ

غزه کې یو بل صهیونست سرتېری وژل شوی

نړۍ، د سلواغې ۱۵ مه، باختر

د اسرایلو پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پرون شنبې یو ۲۴ کلن سرتېری یې د غزې په سویل کې له فلسطیني جهادي ډلو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

پوځ ویلي، چې دې سره یې د روانې جګړې له پیل راهیسې په ځمکنیو عملیاتو کې د ټولو وژل شویو سرتېرو شمېر ۲۲۵ تنو ته ورسېده.

د رسمي شمېرو له مخې د اکتوبر پر اوومه نېټه په ډلییزه توګه د وژل شویو په ګدون تر دا مهاله ټولتال ۵۲۵ تنه صهیونست سرتېري وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

د ځینو غیرې رسمي سرچینو له مخې بیا دغې جګړه کې تر دا مهاله زرګونه اسرایلي سرتېري وژل شوي او ګڼشمېر نور ټپیان دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته