خبرونهنړۍ

غزه کې پر رفح ښارګوټي د اسرایلو ځمکني عملیات؛ نړۍ یې په مخالفت کې ولاړه ده

نړۍ، د سلواغې ۲۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

داسې په حال کې ده چې د اسرایلو او فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ د روانې جګړې نن یکشنبې ۱۲۸ مه ورځ ده، غزه کې پر رفح ښار د اسرایلي ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو د پیل احتمال بېخي زیات شوی او تازه د دغه اشغالګر پوځ هوایي ځواکونو د دغه ښارګوټي پر ځینو برخو بمونه غورځولي، چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

رفح ښار ګوټی د جګړې له وېرې د ملکي فلسطینیانو د راټولېدنې یو مهم پنډغالی دی او دغې سیمه کې د اسرایلو ځمکني عملیات کولی شي، یو لوی انساني ناورین رامنځته کړي، هغه څه چې ان د اسرایلو مرکزي ملاتړې امریکا یې هم اندېښمنه کړې ده.

امریکایي مشهور سناتور برني سنډرز تازه د کانګریس له هغې لایحې سره مخالفت ښودلی، چې له مخې یې اسرایلو سره ۱۴ میلیارده ډالر پوځي مرسته ورکول کېږي.

نوموړي له اسرایلو سره پوځي مرسته په روان بشري جنایت کې شرکت کول بللي او اوس مهال یې د کانګریس نور غړي په دغې برخه کې له یو لوی چلنج سره مخ کړي دي.

دغه راز اروپایي ټولنې او د نړۍ نورو هېوادونو هم په رفح ښارګوټي کې د اسرایلو له لوري له پیلېدونکو ځمکنیو عملیاتو سره مخالفت ښودلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته