خبرونهنړۍ

غزه کې وروستی پوځي او سیاسي حالت؛ د شهیدانو شمېر ۲۲ زره ۶ سوه ته پورته شوی

کابل، د مرغومې ۱۷ مه، باختر

د فلسطین په غزه کې د صهیونستي پوځ او حماس غورځنګ ترمنځ د جګړې ۹۲ مه ورځ د دغې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسرایلو له لوري پر هوایي او د حماس او حزب الله ډلو له لوري پر توغندیزو بریدونو پیل شوې.

د رسنیو د راپورونو په حواله د اسرایلو د تېرې شپې او نن سهار بریدونو کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، مرګونی برید د خان یونس سیمې په المناره کلي کې شوی، چې د یوې کورنۍ ۱۸ غړي په کې شهیدان شوي دي.

دغه راز لبنان پولې سره نږدې د حزب الله ډلې د اسریلي پوځيانو مرکزونه په نښه کړي او دغه ځایونه یې لسګونه توغندي ویشتی دی.

همدارنګه حماس غورځنګ هم د اسرایلي پوځیانو مرکزونه او راټولېدنې په نښه او توغندي ویشتي او د راپورونو په حواله د اسرایلو په اکثریتو سیمو کې د خطر زنګونه وهل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو ادارې خبر ورکوي، چې غزه په بشپړه توګه د ملکي وګړو لپاره د ناامیدۍ او مرګ ځای ګرځېدلی دی.

بل خوا لبنان په رسمي ډول بیروت کې د اسرایلو له لوري د ورستي برید په غبرګون کې، چې د حماس یو لوړپوړی چارواکی په کې ووژل شو، شکایت کړی دی، هغه برید چې د حزب الله ډلې سخته غوسه یې راپارولې او خبرداری یې ورکړی، چې د دغه برید غچ به اخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته