غزه کې هېڅ ځای امن نه دی

نړۍ، د لېندۍ ۱۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

ملګري ملتونه او نور مرستندویه سازمانونه خبر ورکوي، چې د غزې هېڅ ځای د فلسطیني ملکي وګړو لپاره امن نه دی.

دغو سازمانونو دغه خبرداری وروسته ترهغې ورکړی، چې صهیونستي اشغالګرو تر لنډمهالي اوو ورځیني اوربند وروسته یو ځل بیا غزه کې هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړي او تر دا مهاله یې نږدې ۲۰۰ ملکي فلسطینیان شهیدان کړي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.

ورته وخت کې د حماس سیاسي دفتر ویلي، چې د اسرایلو نور زندانیان به په غزه کې د یو دایمي اوربند په صورت کې خوشې کړي.

دغه دفتر زیاته کړې، له حماس سره په پاتې اسرایلي زندانیانو کې ترډېره پخواني او اوسني پوځیان او قومندانان شامل دي، چې د یو تلپاتې او دایمي اوربند د ټینګېدو په صورت کې یې خوشې کولو ته چمتو دي.

باید وویل شي، چې غزه کې د جګړې له بیا پیل سره حماس هم د اسرایلو پر بېلابېلو سیمو سلګونه توغندي توغولي چې ځینو سیمو کې د مرګ ژوبلې د اوښتو خبرونه هم ورکول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته