خبرونهنړۍ

غزه کې لومړۍ روژه؛ فلسطینیان نه پېشلمی او نه روژه ماتی لري

نړۍ، د کب ۲۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

له غزې څخه رارسېدلي راپورنه وایي، چې صهیونست پوځيانو د روانې جګړې په ۱۵۷ مه او د روژې په لومړۍ ورځ هم د دغې تړانګې ګڼې سیمې بمبارد کړي او یو شمېر عامو روژه په خوله فلسطینیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغو تازه بریدونو کې د درې تنو د شهادت او تر لسو د زیاتو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکول شوی دی.

ګڼو ځایونو کې د غزې اوسېدونکو په پېشلمي کې له کافي اندازه او یا هېڅ خوراک کولو پرته روژه نیولې او دغه حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

تمه کېده چې د روژې له پیل سره سم غزه کې اوربند اعلان شي، خو برعکس جګړې لا ډېر زور اخیستی او د دغې تړانګې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته