غزه کې لومړی روژه ماتی؛ پر اکثریتو دسترخوانونو کافي اندازه خواړه نه وه
نړۍ، د کب ۲۲ مه، بهرنۍ رسنۍ
غزه کې جګړه ځپلیو فلسطینیانو پرون دوشنبې په داسې مهال لومړی روژه ماتی ترسره کړ، چې پر اکثریتو دسترخوانونو کافي اندازه خواړه نه و.
د الجزیرې خبري شبکې پر وېب پاڼه د غزې له بېلابېلو سیمو څخه په خپاره شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې غزه وال یا هم د ویجاړو شویو ودانیو مخې ته پر سړکونو او یا هم د بېځایه شویو کسانو په پنډغالو کې راټول شوي او روژه ماتی کوي.
د راپورونو له مخې غزه کې د روژې لومړۍ ورځ د اسرایلو له لوري د لسګونو فلسطینیانو په شهادت او ټپي کېدو پای ته ورسېده او دغه راز په غزه کې دننه او اشغالي سیمو کې ځینو فلسطیني ځوانان د صهیونست پوځ له لوري نیول شوي هم دي.