خبرونهنړۍ

غزه کې روان اوربند غځیږي

نړۍ، د لېندۍ ۵مه، بهرنۍ رسنۍ

غزه کې د اسرایلي اشغالګر پوځ او حماس غورځنګ ترمنځ د روان اوربند نن درېیمه ورځ پیل شوې او ټاکل شوې نن هم د دواړو لوریو ترمنځ د بندیانو تبادله ترسره شي.

د اسرایلي لومړي وزیر له دفتر څخه په خپاره شویو معلوماتو کې راغلي، چې له حماس غورځنګ څخه یې د نن ورځې لپاره د خوشې کېدونکو اسرایلي اسیرانو لېست ترلاسه کړی دی.

پرون د اوربند په دویمه ورځ هم د اسیرانو د تبادلې په لړ کې ۳۹ فلسطینیان د اسرایلو او ۱۳ اسرایلیان د حماس له بندخونو ازاد شوي دي.

حماس د اوربند په دویمه ورځ څلور بهرني وګړي، چې د ټایلنډ اوسېدونکي دي، خوشې کړي دي.

د حماس او اسرایلو ترمنځ د ټینګ شوي اوربند منځګړيو هېوادونو لکه قطر او مصر تمه ښودلې چې دغه اوربند به وغځیږي.

د مصر د اطلاعاتو د ادارې مشر ویلي، چې د جګړې له دواړو لوریو یې داسې نښې نښانې او پیغامونه ترلاسه کړي، چې تمه کیږي دغه اوربند د یوې یا دوه ورځو پورې وغځول شي.

 

د روان اوربند پر مهال تر اوسه سلګونه په خوراکي او غیرې خوارکي توکو بار لارۍ له مصر څخه غزې ته رسېدلي خو هلته مرستندویه ادارې دغه مرستې کمې بولي او د لاډېرو مرستو ورلېږلو غوښتنه یې کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته