خبرونهنړۍ

غزه کې د ۴۲ نورو اسیرانو تبادله هم ترسره شوې

نړۍ د لېندۍ ۸ مه، بهرنۍ رسنۍ

وروسته تر هغې چې غزه کې د صهیونستي پوځیانو او حماس غورځنګ ترمنځ روان اوربند دوه ورځې نور د پرون او نن لپاره وغځول شو، د دواړو لوریو ترمنځ ۴۲ نور اسیران هم تبادله شوي دي.

د راپورونو له مخې دغې تبادله کې حماس ۱۰ اسرایلي او دوه بهرني یرغمل او اسرایلو بیا ۳۰ فلسطیني زندانیان خوشې کړي دي.

د غزې اوسېدونکي، درېیمګړي او نور هېوادونه، ملګري ملتونه او نور مرستندویه او غیرې مرستندویه سازمانونه تمه لري، چې جګړه ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو، لا نورو زندانیانو ازادېدلو او دایمي اوربند ته د لار پرانیستلو په موخه دغه اوربند لاپسې وغځېږي، خو صهیونستي ادارې خبرداری ورکړی، چې تر اوربند وروسته به د خپلو ټولو زندانیانو ترخوشې کېدو او په بشپړه توګه د حماس غورځنګ د له منځه وړلو پورې به عملیاتو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د اوربند په تېرو څلورو ورځو کې ۲۲۲ تنه اسیران د دواړو لوریو ترمنځ تبادله شول، ۱۸۰ یې فلسطینیان، ۱۸ ټایلنډیان او ۴ یې د نورو هېوادونو اوسېدونکي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته