خبرونهنړۍ

غزه کې د ټولو شهیدانو شمېر ۱۵۵۰۰ تنو ته رسېدلی

نړۍ، د لېندۍ ۱۳ مه، باختر

غزه کې د جګړې په تېرو ۵۹ ورځو کې د صهیونستي پوځ د یرغل له امله تر دا مهاله ټولټال ۱۵۵۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي، شاوخوا ۴۱ زره تنه نور ټپیان او یونیم میلیون نور بې ځایه شوي دي.

په وژل شویو هغو کې شاوخوا ۴۰۰۰ ماشومان او همدومره نورې ښځې دي.

جګړه کې د وژل شویو اسرایلی ملکي وګړو، پوځيانو او د حماس غورځنګ د غړو دقیق شمېر نه دی معلوم، خو ځینې رسنۍ د وژل شویو اسرایلي ملکي وګړو شمېر ۱۲۰۰ تنه، د وژل شویو پوځیانو شمېر ۷۸ تنه او د حماس غورځنګ د وژل شویو غړو شمېر هم سلګونه ښیي، خو حماس غورځنګ بیا اسرایلي ځواکونو ته د پراخې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي، وایي روانه جګړه کې یې سلګونه اسرایلي پوځیان وژلي، وسایط یې ورته ویجاړ کړي او د لوړ رتبه جنرالانو په ګډون یې لسګونه اسیر کړي دي.

دغه راز غزه کې د روانې جګړې په قربانیانو کې روغتیایي کارکوونکي، مرستندویه مامورین او خبریالان هم شامل دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په خپل تازه راپور کې، چې پرون یکشنبې د ډسمبر پر درېیمه خپور شوی، ویلي چې د غزې په روانه جګړه کې تر دا مهاله ۶۱ خبریالان وژل شوي، ۱۱ ټپیان شوي، درې نادرکه دي او ۱۹ نور نیول شوي دي.

په وژل شویو خبریالانو کې ۵۴ فلسطینیان، ۴ اسرایلیان او درې لبنانیان شامل دي. 

دغه کمیټه وایي، چې ځینې نور خبریالان بیا ګواښل شوي، وسایل یې مات شوي، پر تخنیکي وسایلو یې سایبري بریدونه شوي او یا هم د کورنۍ غړي یې وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته