غزه کې د مجاهدینو بریا؛ صهیونست پوځ نظامي او نتانیاهو سیاسي ماتې وخوړه

کابل، د مرغومي ۲۷ مه، باختر
تبصره
غزه کې تر ۱۵ میاشتېنۍ خونړۍ جګړې او د صهیونست اشغالګر رژیم پر وړاندې د فسطیني مجاهدینو تر اوږدې مبارزې او د فلسطیني وګړو تر کلکې حوصلې وروسته، بلاخره د نتانیاهو په مشرۍ اسرائيلي رژیم اوربند ته غاړه کېښودله او د دغې جګړې په پیل کې یې چې کومې موخې ټاکلې وې، د هغو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل.
اشغالګر رژیم ویلي و، چې حماس به په بشپړ ډول له منځه وړي، خو نن حماس لیدل کېږي، چې د خپلو خلکو په منځ کې د اسرائيلو د ماتې جشن نمانځي او اوچت سره په غزه کې ګرځي.
صهیونست پوځ ویلي و، چې غزه کې به پاتې کېږي او د دغې تړانګې نظامي واګې به په خپل لاس کې اخلي، خو هوکړه داسې شوې، چې اشغالګر پوځ به شاتګ کوي او غزه به پرېږدي.
هوکې، په دغې جګړه کې تر ۱۵۰ زرو ډېر فلسطینان شهیدان، ټپیان او معلول شول او دغه راز تر ۱.۵ میلیونو زیات کسان له خپلو مېنو بې ځایه شول او تېرې ۱۵ میاشتې یې په سخت حالت کې تېرې کړې، خو دا ټوله قرباني د یو هدف په موخه ده او وه او هغه هدف له بیت المقدس څخه دفاع ده، هغه دفاع، چې د تل لپاره به روانه وي او مسلمانان به په دغې برخه کې لاډېره قرباني ورکوي.
له اسلام مبارک دین څخه په دفاع کې ستړیاوو ګالل د مسلمانانو لپاره یو منلی مورد دی، خو دا په یاد ولرئ، چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې د اسرائيلو پوځ خو پرېږده، عوامو یې هم ارام خوب نه درلود او د فلسطیني مجاهدینو له سخت مقاومت سره مخ و.
یوه بله اهمه موضوع، چې باید یادونه یې وشي، هغه د صهیونستي پوځ د مرګ ژوبلې په اړه ده، باید وویل شي، چې صهیونست رژیم په دغې جګړه کې تر هغو ارقامو څو چنده زیات زیان لیدلی، چې په رسمي ډول اعلان شوي دي.
دغې جګړه کې د اشغالګر پوځ زرګونه غړي یا وژل شوي، یا سخت معلول شوي او یا هم له سختو رواني ناروغیو سره لاس او ګریوان شوي دي.
په ټوله کې ویلی شو، چې دغه جګړه په یو نه یو ډول فلسطیني مجاهدینو ګتلې ده او د اسرائيلو پوځ نظامي ماتې او نتانیاهو سیاسي ماتې خوړلې ده.