خبرونهنړۍ

غزه کې د فلسطیني شهیدانو شمېر نږدې ۳۵ زرو ته رسېدلی

کابل، د غويي ۲۲مه، باختر 

غزه کې د روغتیا ادارې له لوري خپرې شوې وروستۍ شمېرې ښیي، چې دغې تړانګه کې د روانې جګړې پر مهال د اسرایلو په هوایي، سمندري او ځمکنیو بریدونو کې ۳۴ زره ۹۴۵ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او ۷۸ زره ۵۷۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

ښایي زرګونه کسان ورک او یا هم جسدونه یې د غزې تر ویجاړیو شویو ودانیو لاندې وي.

د شهیدانو او ټپیانو یوه ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي.

جګړې دغه راز سلګونه زره نور لوږې، تندې او قحطۍ سره مخ کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته