غزه کې د فلسطیني شهیدانو شمېر نږدې ۲۴ زره تنو ته رسېدلی 

نړۍ، د مرغومې ۲۳ مه، باختر

  غزه کې نن شنبې د فلسطیني جهادي ډلو او صهیونستي پوځ ترمنځ د روانې خونړۍ جګړې ۹۹ مه ورځ ده او د دغې جګړې له امله تر دامهاله ۲۳۸۰۷ تنه یواځې فلسطینیان شهیدان شوي او شاوخوا ۶۰ زره نور ټپیان دي.

په وژل شویو او ټپیانو کې تر نیمایي زیات ښځې او ماشومان شامل دي.

جګړه کې دغه راز له ټولو ښکېلو خواوو څخه زرګونه نظاميان هم وژل شوي، چې د رسنیو د راپورونو په حواله ډېره برخه یې صهیونست پوځيان جوړوي.

د روانې جګړې له امله نږدې ۸۰ سلنه غزه ویجاړه شوې او د دغې تړانګې سلګونه زره کسان دا مهال په ډېر سخت حالت کې په پنډغالو او د ملګرو ملتونو په مرکزونو او ښوونځیو کې شپې او ورځې سبا کوي.

په ویجاړو شویو بنسټونو کې روغتونونه، ښوونځي، سوداګریزې او هستوګنځي، ودانۍ او نور محلونه شامل دي، چې ارزښت یې میلیاردونو ډالرو ته رسېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته