خبرونهنړۍ

غزه کې د صهیونستانو د روانو ظلمونو او جهادي ډلو د مقاومت ۱۱۶ مه ورځ ده

نړۍ، د سلواغې ۱۰ مه، بهرنۍ رسنۍ

غزه کې نن سه شنبې د اسرایلي رژیم او فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ د روانې جګړې ۱۱۶ مه ورځ هم پر فلسطیني بې ګناه وګړو له بمباریو او د ظلمونو له دوام سره پیل شوې او تر دا مهاله د دغې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې ګڼشمېر ځایونه بمبارد او په نښه شوي، چې تر ډېره یې قربانیان ملکي وګړي دي.

غزه کې د فلسطین د روغتیا ادارې د معلوماتو له مخې روانه جګړه کې د فلسطیني شهیدانو شمېر ۲۶ زره ۶۳۷ تنو او د ټپیانو شمېر ۶۵ زره ۳۸۵ تنو ته رسېدلی دی.

اسرایلي ځواکونو دغه راز په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته د خپلو مېنو د پرېښودو امر کړی او دغې چارې د خلکو ستونزې لاپسې زیاتې کړې دي.

ورته وخت کې د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني واشنګتن کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر سره د کتنې پر مهال ویلي، چې غزه کې د اوربند د ټینګېدو او د زندانیانو د تبادلې په برخه کې پرمختګونه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته