خبرونهنړۍ

غزه کې د شهیدانو/ وژل شویو شمېر ۲۰ زره تنو ته رسېدلی

نړۍ، د لېندۍ ۲۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

په ځینو معتبرو نړیوالو رسنیو کې د خپرو شویو ورستیو شمېرو له مخې د تېرې اوکتوبر میاشتې له اوومې نېټې راهیسې تر دا مهاله په غزې، اسرایلو او د لبنان په جنوب کې شاوخوا ۲۰ زره تنه شهیدان شوي/ وژل شوي او شاوخوا ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

تر ټولو زیات تلفات فلسطینیانو ګاللي او تر اوسه په کې ۱۸۲۰۰ تنه شهیدان شوي، شاوخوا ۴۹ زره نور ټپیان او تر میلیون پورته بېځایه شوي او دا مهال په پنډغالو، روغتونونو او د ملګرو ملتونو په ښوونځیو او نورو ودانیو کې شپې او ورځې تېروي.

د دې تر اسرایلي لوري ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو پوځ یې دقیق نه اعلانوي او په لبنان کې د حزب الله ډلې یو شمېر کسان هم په وژل شویو او ټپیانو کې شامل دي.

غزه  کې د روان ناورین په اړه اندېښنې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي او تازه د ملګرو ملتونو یو چارواکي ویلي، چې غزه کې کابو هر تن اړینو او بېړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري.

دغه راز ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن سه شنبه یو ځل بیا په غزه کې د سملاسي اوربند د ټینګښت لپاره سره جرګه شي، هغه غوښتنه چې تېر ځل د امریکا له لوري ویټو او رد شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته