خبرونهنړۍ

غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۳ زرو ته ورسېد

نړۍ، د وري ۱۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

الجزیرې خبري شبکې غزه کې د روغتیا ادارې د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی، چې د فلسطیني جهادي ډلو او صهیونست پوځ ترمنځ د روانې جګړې له امله د فلسطیني شهیدانو شمېر ۳۳ زره او د ټپیانو شمېر ۷۵ زره ۶۶۸ ته ورسېد.

ډېری مرګ ژوبله د اسرایلي اشغالګرو د هوایي بریدونو له امله اوښتې.

غزه کې د روانې جګړې نږدې اوو میاشتې اوړي او اسرایلو د دې ترڅنګ چې پراخې بشر ضد کړنې یې ترسره کړي، د دغې تړانګې ودانیز سیستم ته یې هم زیان اړولی، چې ارزښت یې له ۱۸ میلیاره ډالرو اوړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته