خبرونهنړۍ

غزه کې د شهیدانو شمېر ٣٦ زره ٢٨٤ ته ورسېد

نړۍ، د غبرګولي ١١مه، بهرنۍ رسنۍ
د فلسطین د روغتیا وزارت نن د جمعې ورځې په خپور کړي راپور کې راغلي، چې غزه کې د صهیونستي رژیم په هوایي، سمندري او ځمکنیو بریدونو کې د ټولو فلسطیني شهیدانو شمېر ٣٦ زره ٢٨٤ او د ټپیانو شمېر ٨٢ زره ٥٧ ته رسېدلی دی.
یواځې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٠ تنه فلسطینیان شهیدان او ٢٨٠ تنه نور ټپیان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته