نړۍ، د لېندۍ ۲۰ مه، بهرنۍ رسنۍ
غزه کې د روانې جګړې له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي/ وژل شوي او ۵۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې اسرایلي لوری د حماس غورځنګ د ۲۵۰ مرکزونو د بمباردولو او ویشتلو ادعا کوي.
دغلته مرستندویه ادارې وایي له خوراکي توکو، اوبو او سون توکو څخه د جګړې د وسلې په توګه کار اخیستل کېږي.
دغو ادارو دا یو بشر ضد جنایت بللی دی.
دغه راز راپورونه وایي، ټاکل شوې ملګري ملتونه سبا سه شنبې یو ځل بیا غزه کې د سملاسي اوربند ټینګولو مسوده رایه اچونې ته وړاندې کړي، هغه مسوده چې وړمه ورځ د امریکا له لوري د ویټو په واسطه له ناکامۍ سره مخ شوه.
همدارنګه د قطر لومړي وزیر د دوحې فورم ناستې ته په خبرو کې ویلي، چې غزه کې روانې جګړې یو نسل د ورکېدو له خطر سره مخ کړی او د اوربند د ټینګېدو چانس ورو په ورو مخ په کمېدو دی.
د اردون د بهرنیو چارو وزیر هم ورته خبره کړې، ویلي یې دي، چې اسرایل له فلسطینیانو څخه د غزې د خالي کولو هڅه کوي، چې دا یوه نسل وژنه ده.
پرون بیا ځینو اسرایلي رسنیو د دغه هېواد ځینو چارواکو له قوله راپور ورکړی وو، چې غزه کې روانه جګړه ممکن تر دوه میاشتو پورې وغځېږي.