خبرونهنړۍ

غزه کې د روانې جګړې د ۱۳۸ مې ورځې مهمې پېښې

نړۍ، د کب ۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

– د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسرایلي ځواکونو هوایي بریدونه او د دغو اشغالګرو ځواکونو او فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ نښتې روانې دي.

– اسرایلي ځواکونو د غزې په خان یونس سیمه کې د بې پولې ډاکټرانو د کارکوونکو د اوسېدو پر مرکز بمبارد کړی، پېښه کې دوه تنه وژل شوي دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان د پېښې د پخلي ترڅنګ دغه برید غندلی دی.

– ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژینګ جون ویلي، امریکا په امنیت شورا کې د غزې د اوربند د پرېکړه لیک په ویټو کولو سره اسرایلو ته د ملکي وګړو د قتل عام لایسینس په لاس کې ورکوي.

امریکا پرون سه شنبې امنیت شورا کې د الجزایر له لوري وړاندیز شوی د غزې لپاره د اوربند پرېکړه لیک ویټو او له ناکامۍ سره مخ کړ.

– د وروستیو شمېرو له مخې غزه کې د اسرایلو د بریدونو له امله شاوخوا یو میلیون ښځې او پیغلې انجونې له خپلو مېنو بې ځایه او یا هم بې سرپرسته شوې دي.

د دوی تر نیمایي ډېرې په رفح ښارګوټي کې مېشتې دي، چېرته چې اسرایلو مرګوني عملیات پیل کړي او غواړي دغه ښځې او انجونې ووژني.

په داسې حال کې چې اسرایل او نور ملګري هېوادونه یې په نوره نړۍ کې د ښځو او انجونو د حقونو داعیې لري.

ملګرو ملتونو کې د ښځو برخې مسولین دا په فلسطیني ښځو جبر یادوي او د سملاسي اوربند غوښتنه یې کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته