خبرونهنړۍ

غزه کې د جګړې دوام؛ اوربند د اسرایلو له لوري مات شوی

نړۍ، د لېندۍ ۱۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

نن شنبې په غزه کې د صهیونستي اشغالګرو او حماس وسلوالو ترمنځ د روانې جګړې ۵۷ مه ورځ ده او په دغه جریان کې لنډمهالی اوو ورځېنی اوربند پرون جمعه په ځایي وخت سهار مهال پای ته ورسېده او د راپورونو له مخې اسرایلي ځواکونو یوځل بیا د غزې په بېلابېلو برخو کې هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړي دي.

الجزیره او ځینې نورې رسنۍ چې سیمه کې وضعیت له نږدې څاري، خبر ورکوي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د غزې ۱۷۸ اوسېدونکي شهیدان شوي/ وژل شوي او تر ۵۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

 حماس وسلوالو هم د اسرایلو دغه بریدونه بې ځوابه نه دي پریښي او د اوربند تر ماتېدو وروسته یې د اسرایلو پر بېلابېلو سیمو توغندیز بریدونه ترسره کړي دي.

تمه کېده، چې د اسرایلو او حماس ترمنځ اوربند لاپسې وغځېږي او غزې ته به د لاډېرو بشري مرستو د رسولو او نورو زندانیانو د تبادلې لپاره لاره هواره شي، خو اسرایلو د هېوادونو، ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه سازمانونو دغه تمه پرې کړه او غزه کې یې بیا بریدونو پیل کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته