خبرونهنړۍ

غزه کې د اوربند په اړه د اسرایلو طرحه، حماس او ګوترېش یې هرکلی کړی

نړۍ، د غبرګولي ۱۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن پرون جمعه په یو بیان کې ویلي، چې اسرایلو په غزه کې د اوربند د ټينګښت لپاره داسې نوې طرحه وړاندې کړې، چې له مخې یې کېدای شي غزه کې سملاسي جګړه ودرېږي او یو شمېر اسیران ازاد شي.

بایډن ویلي، چې د دغې طرحې د تطبیق په لومړۍ مرحله کې اوربند، له غزې څخه د اسرایلو پوځيانو شاتګ او د یو شمېر بندیانو خلاصون شامل دی.

نوموړي ویلي، چې د یادې طرحې تطبیق کولی شي د اسرایلو او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو په عادي کولو کې هم مرسته وکړي.

ویل کیږي، دغه طرحه حماس ته سېارل شوې.

حماس غورځنګ د بایډن دغو خبرو ته په غبرګون کې ویلي، چې هرې هغې طرحې ته چې دایمي اوربند او د اسرایلي ځواکونو شاتګ په کې شامل وي، په مثبت نظر ګوري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د بایډن له دغو څرګندونو هرکلی کړی او له ښکېلو خواوو یې غوښتي، چې له دغه فرصت څخه استفاده وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته