خبرونهنړۍ

غزه کې د اوربند غوښتنه؛ بایډن او د قطر امیر ټلفوني خبرې کړي

نړۍ، د مرغومې ۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

غزه کې نن چهارشنبې د روانې جګړې ۸۲ مه ورځ ده او نننی سهار هم پر بېلابېلو سیمو د صهیونستي پوځیانو له بریدونو سره پیل شوی، چې ګڼشمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

تازه برید غزه کې د نورشمس د بېځایه شویو پر پنډغالي شوی، چې شپږ تنه فلسطینیان په کې شهیدان شوي دي.

د فلسطیني مقاومت او صهیونستي پوځیانو ترمنځ نورو ځمکنیو نښتو کې بیا شپږ اسرایلي سرتېري وژل شوي، چې د دغه رژیم د دفاع وزارت یې تایید کړی دی.

دې سره هممهاله د فرانسې حکومت غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې او دغه راز د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د قطر له امیرسره په ټلفوني خبرو کې د حماس له بند څخه د اسیرانو په ځانګړي ډول د امریکایي اتباعو او له فلسطيني زندانیانو سره د هغوی د تبادلې په اړه خبرې کړې دي.

له سپینې ماڼۍ څخه په خپاره شویو معلوماتو کې راغلي، چې دغې ټلفوني اړیکه کې غزې ته د بشري مرستو پر رسولو هم بحث او خبرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته