غزه کې اوربند؛ د نړۍ په لر او بر کې یې هرکلی شوی

نړۍ، د مرغومي ۲۷ مه، باختر
د قطر په منځګړیتوب، په غزه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند تړون لاسلیک شو.
د دې تړون له مخې به اسرائيل او حماس د اسیرانو د تبادلې پروسه پیل کړي او اشغالګر ځواکونه به له غزې شاتګ پیل کړي.
وروسته له هغې چې غزه کې د اسرائیلو او حماس غورځنګ ترمنځ اوربند اعلان شو، غزه کې دننه او دغه راز د نړۍ نورو هېوادونو کې یې عامو خلکو او حکومتونو پراخ هرکلی کړی.
غزه، اردن او یمن کې خلک لارو او کوڅو ته راوتلي او په دغې جګړه کې د فلسطیني مجاهدینو بریا نمانځې او دغه راز د نړۍ په نورو هېوادونو کې بیا خلکو پر ټولنیزو رسنیو دغه اوربند د حماس او نورو فلسطیني مجاهدینو د بریا په توګه یاد کړی دی.
دغه راز د مصر، ترکیې، اردن، عراق، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، د خلیج همکارۍ شورا او د نړۍ نورو ګڼو هېوادونو او سازمانونو غزه کې د اوربند د هوکړې ملاتړ کړی او د بېړنیو بشري مرستو د ترسره کېدو، خپلو سیمو ته د بې ‌ځایه شویو د بېرته ستنېدو او د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته