خبرونهنړۍ

غزه کې اوربند؛ د زندانیانو تبادله روانه ده

نړۍ، د لېندۍ ۴ مه، باختر آژآنس

وروسته ترهغې چې په سیمه ییز وخت پرون لس بجې په غزه کې د حماس غورځنګ او اسرایلي ځواکونو ترمنځ څلور ورځېنی اوربند ټینګ شو، ورسره سم د دواړو لوریو ترمنځ د زندانیانو تبادله هم پیل شوه او تر دې مهاله د اسرایلو له زندانونو ۳۹ فلسطیني او غزه کې د حماس له بندخونو ۱۳ اسرایلي زندانیان خوشې شوي او تر روغتیایي معایناتو وروسته له خپلو کورنیو او خپلوانو سره یوځای شوي دي.

دواړو لوریو ویلي، چې د اوربند د څلورو ورځو په جریان کې د هوکړې له مخې زندانیان تبادله کړي.

غزه کې له روان اوربند څخه ګڼو هېوادونو او سازمانونو هرکلی کړی او دا یې د دایمي اوربند د ټینګښت او  غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره یو ښه فرصت بللی دی.

دغه راز د روان اوربند له پیل سره سم پر خوراکي توکو، پاکو اوبو او نورو روغتیایي اړینو موادو بار لارۍ د غزې پر لور روانې شوي او ویل کېږي تر دامهاله سلګونه دغه ډول لارۍ سیمې ته رسېدلې دي.

همدارنګه ټایلنډي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد ۱۲ اوسېدونکي هم د حماس له بندخونو ازاد شوي او  ټایلنډ ته روان شوي او تمه کېږي نور ټایلنډي زندانیان هم ازاد شي.

د یادونې وړ ده، چې حماس تر دا مهاله ۱۳ اسرایلي، ۱۲ ټایلنډي او یو فیلیپیني وګړي خوشې کړي دي.

تمه کېږي نن هم ۱۳ نور اسرایلي بندیان د حماس له بندخونو ازاد شي.

باید وویل شي، چې د دغه اوربند یو مهم منځګړي قطر ویلي، چې هڅه کوي دغه اوربند دایم شي خو اسرایلي لومړي وزیر ویلي، چې د اوربند د څلورمې ورځې په پای کې به یو ځل بیا خپلو مرګونو بریدونو ته دوام ورکړي.

غزه کې وروستی تاوتریخوالی د تېرې اوکتوبر میاشتې پر اوومه نېټه پر اسرایلو د حماس ترمرګونو بریدونو وروسته پیل او د اسرایلو د هوایي او ځمکنیو بریدونو سره یې دوام پیدا کړ، چې تر دا مهاله په کې له دواړو لوریو نږدې شل زره کسان وژل شوي، تر ۳۰ زرو ډېر ټپیان شوي او یونیم میلیون نور له خپلو مېنو څخه بېځایه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته