غزه کې اوربند؛ حماس او اسرائيلو ۹۳ تنه بندیان تبادله کړل

نړۍ، د سلواغې لومړۍ نېټه، بهرنۍ رسنۍ
غزه کې د حماس غورځنګ او صهیونست رژیم ترمنځ د اوربند لومړۍ ورځ په بریالیتوب پای ته ورسېده او دویمه ورځ یې پیل شوې ده.
په لومړۍ ورځ حماس غورځنګ درې تنه اسرائيلي اسیران او صهیونست رژیم ۹۰ تنه فلسطینیان ازاد او له خپلو کورنیو او خلکو سره یوځای شول.
دغه راز یو شمېر نړیوالو رسنیو د حماس غورځنګ د چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې ښایي د اسرائيلي اسیرانو دویمه ډله د راتلونکې شنبې په ورځ ازاد شي.
دویمه ډله کې د ازادېدونکو اسیرانو د شمېر او هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د یادونې وړ ده، چې غزه کې روان اوربند پرون یکشنبې ټینګ شوی او د هوکړې له مخې لومړی پړاو به یې ۴۲ ورځې دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته